د دلو په ۱۷مه، د جمعې په ورځ، کله چې شیعه لمونځ کوونکي په «ترلای کلان» سیمه کې د خدیجه کبری مسجد کې سجدی ته تللی وو، یو خونړی انفجار د دې مقدس ځای فضا د مرګ او ویجاړۍ ډګر ته واړوله.
راپورونه ښایي چې ځانمرګي بریدګر د مسجد د دروازې ساتونکو پر وړاندې له ډزو وروسته، مسجد ته دننه سوی او د لمونځ کوونکو د وروستیو صفونو په منځ کې یی ځان ته چاودنه ورکړی . دغه ترهګریزې پېښې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژلي او ۱۶۹ نور یې ټپیان کړي دي. همدارنګه، ګڼ شمېر ټپیان په سخت حالت کې دي او د دې هېواد د پلازمینې روغتونونه په بشپړ چمتووالي کې دي.
د داعش ترهګرې ډلې د دې برید مسؤولیت منلی او ټینګار یې کړی چې بریدګر د چاودنې مخکې په ساتونکو ډزې کړي وې. دغه پېښه د پاکستان په پلازمینه کې د ۲۰۰۸ کال د ماريوت هوټل د چاودنې وروسته تر ټولو خونړۍ برید ګڼل کېږي او د دې هېواد په ځواک يي کې د ترهګرۍ د بیا راژوندي کېدو اندېښنې زیاتې کړي دي.
شهباز شریف، د پاکستان لومړي وزیر، دغه کړنه په سخت ډول وغندله او د سمدستي پلټنو او ټپیانو ته د هر اړخیزې صحي مرستې امر یې وکړ. خو څو ساعته وروسته، خواجه محمد آصف، د دفاع وزیر، په یوه تند دریځ کې ادعا وکړه چې بریدګر «د افغانستان له لارې مخکینې تګ راتګ » درلوده او برید د «بهرني ملاتړ» لاندې ترسره سوې دي .
په ځواب کې، عنایتالله خوارزمي، د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند، په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي: « د پاکستان د چارواکو بېړني څرګندونې ، پرته له کوم معتبر سند څخه یوازې دا موخه لري چې د خپلو کورنیو امنیتي ناکامیو څخه د عامه افکارو پام واړوي.» نوموړي ټینګار کړی چې اسلاماباد باید د ګاونډیو هېوادونو د تورنولو پر ځای خپلې امنیتي تګلارې له سره و ارزوي او د رغندې همکارۍ لاره خپله کړي.
دغه متقابل تورونه په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان شیعه وګړي – د دې هېواد ۲۵۰ میلیونه نفوس کې شاوخوا یو پر پنځمه برخه جوړوي ، چی څو ځله د افراطی ډلو، په ځانګړي ډول د داعش، د وژونکو بریدونو هدف ګرځېدلي دي. د فکر کولو خبره دا ده چې دغه برید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څرګند خبردارۍ څخه یوه هفته وروسته وسو ، چې د داعش ډلې د ګواښونو د سیمهییزې او نړیوالې پراختیا په اړه وو.
پاکستان په تېرو کلونو کې د ترهګریزو بریدونو د پام وړ زیاتوالی لیدلی، خو پرلهپسې یې د دې ناامنیو ریښې افغانستان ته منسوب کړي دي؛ هغه ادعاوي چې کابل تل رد کړې او ستونزې یې په عمده توګه کورني بللي دي.
حقیقت دا دی چې د اسلامآباد د امنیتي او بهرنیو پالیسۍ ډېری تګلارې په تېرو لسیزو کې برعکس پایلې ورکړي، او اوس هماغه ګواښونه د دې هېواد د پولې دننه راستانه سوي دي. خو د تل په څېر پر بل لورې د ګناه منل د حل لاره نه ده.
د داعش ګواښ، که په هره خوا د پولې دننه ځای نیولی وي، نور یوازې سرحدي پدیده نه ده؛ بلکې دا یو نړیوال او سیمهییز ګواښ دی چې یوازې د سیمې د هېوادونو د ریښتیني، همغږې او جدي همکارۍ له لارې کنټرول کېدای سي.
بېړني او بې بنسټه تورونه نه یوازې خلاوې ژوروي، بلکې ترهګرو ته وخت ورکوي چې بیا برید وکړي. که پاکستان د دوام داره او ريښتني امنیت په اړه فکر کوي، ، اړ دی چې د بېفايدې ملامتۍ له کړۍ ووځي او د اصلاحپال او حقیقتپال لید سره خپلو پولو دننه وګوري.
یوازې په دې صورت کې تمه کېدای سي چې په مسجد خدیجه کبری کې توی سوي وینه، د دې ویجاړونکي دورې وروستي قربانیان وو.



