د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې عبدالغفار بحر په ازبکستان کې د دې ډلې د سفیر په توګه خپل کار پیل کړی دی. د ملي راډیو او ټلویزیون د معلوماتو له مخې، عبدالغفار بحر د یکشنبې په ورځ د میزان په لومړۍ نیټه تاشکند ته رسیدلی او ډیر ژر به په دغه هیواد کې د افغانستان په سفارت کې خپله رسمي دنده پیل کړي. دا په داسې حال کې ده، چې ازبکستان د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه ځنډولې، خو په تېرو کلونو کې یې له دې ډلې سره خپلې اقتصادي او ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړې دي. په ازبکستان کې د طالبانو د سفیر ټاکل کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو لپاره یو مهم ګام بلل کېدای شي.

- 42
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10539
- کې خپور شو 2:41 ب.ظ
- د خبر شمیره 10539
- September 22, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10539
- کې خپور شو 2:41 ب.ظ
- د خبر شمیره 10539
- September 22, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:41 - September 22, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



