په اروپا کې مېشت افغانانو د ملګرو ملتونو په ملاتړ د ملي جرګې د جوړېدو غوښتنه وکړه

په یوه غونډه کې چې د «ملي مرکه» تر نوم لاندې په هامبورګ کې ترسره سوه، شاوخوا ۱۰۰ تنه د افغانستان فرهنګي، علمي، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو — په ځانګړي ډول ښځو او ځوانانو — ګډون کړی وو.
په اروپا کې مېشت افغانانو د ملګرو ملتونو په ملاتړ د ملي جرګې د جوړېدو غوښتنه وکړه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، جرمني مېشتو یو شمېر افغانانو د «ملي محور» په نوښت او کوربتوب د «ملي مرکه» په نوم ناسته د هامبورګ په ښار کې جوړه کړه. په دې غونډه کې چې نږدې ۱۰۰ تنه د فرهنګي، علمي، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو — په ځانګړي ډول ښځو او ځوانانو — برخه اخیستې وه، ګډونوالو د افغانستان پر اوسني وضعیت او له روان بحران څخه د وتلو پر عملي لارو بحث او نظرونه تبادله کړل. د ناستې جوړونکو د دې غونډې موخه «د ګډې فکري فضا رامنځته کول د خلکو د نظرونو او غوښتنو د راټولولو لپاره» بللې ده. هغوی وایي هڅه کوي چې د «ملي مرکه» بنسټ د افغانانو د غږ د انعکاس لپاره د یوه ګډ ادرس په توګه له هېواده بهر پیاوړی کړي. په دې ناسته کې ټینګار وسو چې د «ملي مرکه» استازولۍ دې په بېلابېلو هېوادونو کې جوړې سي، او ګډونوالو وړاندیز وکړ چې دا جوړښت دې وکولای سي د ملګرو ملتونو په ملاتړ «د بهر مېشتو افغانانو ملي جرګه» جوړه کړي. ګډونوالو دغه نوښت د مهاجرو افغانانو د فکري او سیاسي یووالي په لور یو مهم ګام وباله او غوښتنه یې وکړه چې دا ډول پروګرامونه دې په نورو هېوادونو کې هم دوام ومومي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه