په آلمان له درملنې وروسته د افغان ماشومانو ستنېدل

د افغان سرې مياشتې ټولنې اعلان کړی چې ۴۹ افغان ماشومان، چې د پېچلو ناروغيو د درملنې لپاره جرمني ته لېږل سوي وو، د بشپړې روغتيا له ترلاسه کولو وروسته بېرته هېواد ته راستانه سوي دي.
په آلمان له درملنې وروسته د افغان ماشومانو ستنېدل

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د افغان سرې مياشتې ټولنې ويلي چې ۴۹ افغان ماشومان، چې د پېچلو ناروغيو د درملنې لپاره جرمني ته استول سوي وو، د بشپړې روغتيا ترلاسه کولو وروسته هېواد ته ستانه سول. دا ماشومان د يوې بشرې او ګډې پروژې په چوکاټ کې، چې د افغان سرې مياشتې ټولنې او د خيريه بنسټ «نړيواله سوله» (Global Peace Initiative) ترمنځ پرمخ وړل کېږي، جرمني ته استول سوي وو.

د دې پروګرام اصلي موخه د هغو ماشومانو درملنه وه چې د سختو سوځېدنو او د هډوکو له انتانونو څخه ځورېدل او د هغوی درملنه په افغانستان کې ممکنه نه وه. د سرې مياشتې ټولنه وايي، د دغو ماشومانو د درملنې لړۍ د جرمني په تخصصي روغتونونو کې په برياليتوب سره بشپړه سوې او اوس هغوی له ښه روغتيايي حالت سره د خپلو کورنيو غېږې ته راستانه سوي دي.

د يادې ټولنې مسؤلينو زياته کړې چې د نورو ماشومانو د استولو همکاري به په راتلونکي کې هم دوام ولري، پر دې شرط چې نوي پیښې وپېژندل سي او له بهرنيو شريکو بنسټونو سره لازمه همغږي رامنځته سي. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې د افغانستان روغتيايي بحران او د مناسبې درملنې د امکاناتو نشتون لامل سوی، څو ډېر ناروغان، په ځانګړې توګه ماشومان، د درملنې لپاره بهرنيو مرستو ته اړ سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x