پنبه، د افغانستان لپاره نوې بدیل کښت او صادراتي فرصت

دطالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت اعلان کړی چې په روان لمریز کال کې په افغانستان کې له ۱۵۸ زره متریک ټنو څخه ډيره پنبه ترلاسه سوې ده ؛ دا محصول د صادارتو غوښتنه لري او د خشخاش د بدیل کښت په توګه مطرح سوي دي.
پنبه، د افغانستان لپاره نوې بدیل کښت او صادراتي فرصت

د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت اعلان کړی چې په روان لمریز کال کې په ټول افغانستان کې له ۱۵۸ زره ۲۰۵ متریک ټنو څخه ډېره پنبه ترلاسه سوې ده. د وزارت په وینا، دا حاصل د شاوخوا ۱۰۴ زره هکتاره کرنیزې ځمکې څخه ترلاسه سوی دی.

 د کرنې د وزارت چارواکو دا شمېرې د کروندګرو د دوامداره فعالیت او د پنبې د تولید په کچه د ثبات نښه ګڼلی ده.

د ورکړل سویو معلوماتو له مخې، د پنبې تر ټولو زیات تولید په هلمند، بلخ، جوزجان او کندهار ولایتونو کې ثبت سوی دی. دغه ولایتونه د هېواد د مهمو کرنیزو سیمو په توګه پېژندل کېږي او په تېرو کلونو کې یې د پنبې په تولید کې مهم رول لوبولی دی.

د کرنې وزارت ټینګار کړی چې پنبه د ارزښتناکه صادراتي محصول په توګه پېژندل کېږي او د خشخاش د بدیل کښت لپاره مناسب انتخاب کېدای سي. د وزارت په باور، د پنبې د کښت پراختیا کولای سي زراعتي اقتصاد وده وکړي او د کروندګرو عاید زیات کړي.

د تیر کال د شمېرو له مخې، شاوخوا ۱۰۵ زره هکتاره ځمکه د پنبې د کښت لاندې وه چې له هغې څخه ۱۵۹ زره متریک ټنه حاصل ترلاسه سوی و. د احصائیې او معلوماتو اداره هم مخکې ویلي و چې د پنبې کښت ۱۲٪ او حاصل یې شاوخوا ۳۰٪ زیات سوی دی.

پنبه د افغانستان له مهمو صادراتي محصولاتو څخه ګڼل کېږي او د سیمې هېوادونه یې اصلي پیرودونکي دي. دا محصول د مناسب کیفیت او نسبتاً ټیټ تولیدي لګښت له امله د نړیوالو بازارونو توجه ځان ته راجلب کړې ده.

 د افغانستان د پنبې د صادراتو له مهمو هېوادونو څخه ایران او ازبکستان ته اشاره کیدای سی، ځکه جغرافیایي نږدېتوب او د نساجۍ صنایعو اړتیاوې د افغانستان د پنبې د صادارتو لپاره مناسب فرصت رامنځته کړی دی.

همدارنګه، د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا ځینې هېوادونه هم د افغانستان د پنبې د وارداتو له پاره علاقه‌مند دي، ځکه په دې هېوادونو کې د تار او ټوکر د جوړولو فابریکې د ښه کیفیت لرونکو لومړنیو موادو ته اړتیا لري.

اقتصادي شنونکي وايي چې که د بسته‌بندۍ، د محصول د چمتو کولو او د صادراتو سمبالښت ښه سي، د افغانستان پنبه کولای سي په نړیوالو بازارونو کې غوره مقام ترلاسه کړي. د دوی په باور، د کورنیو صنایعو رامنځته کول او د محصول ارزښت لوړول د دې سکتور لپاره مهم فرصت ګڼل کېږي.

په وروستیو کلونو کې پنبه د خشخاش د کرلو له مهمو بدیلو لارو څخه ګڼل سوې ده. دا یو قانوني محصول دی، نړیوال بازار لري او کروندګرو ته د دوامدار عاید د برابرولو وړتیا لري.

د خشخاش پر خلاف چې له محدودیتونو، خطرونو او قانوني پایلو سره مل دی، پنبه یو صنعتي محصول ګڼل کېږي او د کورني او نړیوال بازار لپاره د خرڅلاو وړتیا لري؛ دغه ځانګړتیا کروندګرو ته ډاډ ورکوي چې د دې محصول کرني ته مخه کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x