د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د راپورونو له مخې د پاکستان جنګي الوتکو د سه شنبې په سهار، د لیندۍ ۴مه، د کنړ ولایت د اسعدآباد ښار اړوند «څاګي» سیمه هدف ګرځولې ده. سرچینې وايي چې دغه برید د سیمې اوسېدونکو ترمنځ سخته ویره او اندیښنه رامنځته کړی، خو تر دې دمه د تلفاتو یا مالي زیان په اړه معلومات نه دي خپاره سوي.
د طالبانو چارواکو او د پاکستان حکومت لا تر اوسه په رسمي ډول د دې برید په اړه څه نه دي ویلي. دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان سیمې د پاکستان د هوایي یا توپچي بریدونو هدف ګرځي. په وروستیو اوونیو کې د کابل او اسلامآباد ترمنځ ترینګلتیا بېسارې لوړه سوې او دواړه لوري یو بل د وسلهوالو ډلو په ملاتړ تورنوي. شنونکي خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام کولای سي په سیمه کې د لا پراخ بحران لامل سي.




