د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
د لغمان ځايي سرچینو ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د چاپي او ږغیزو ۹ رسنیو له خبریالانو او مسئولانو سره په لیدنه کې امر کړی چې ټول خبریالان باید ږیره ولري او د دې ډلې له قوانینو څخه اطاعت وکړي.
سرچینې زیاتوي، طالبانو له خبریالانو غوښتي چې د خپلو خپرونو په ترڅ کې د دې ډلې له مشر څخه بشپړ اطاعت وکړي او د هر ډول پروګرام له خپرولو چې د دوی په باور «فساد ته د لارې پرانیستو سبب کېږي» ځان وساتي.
د لغمان خبریالان ټینګار کوي چې دغه محدودیتونو د دوی کاري شرایط ډېر سخت کړي او د رسنیزو فعالیتونو د دوام هیله یې کمه کړې ده.
طالبانو تراوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو دغه ډلې تېر کال د امر بالمعروف په قانون کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع کړي وو او تر اوسه یې د نیمایي څخه په زیاتو ولایتونو کې دا حکم عملي کړی دی.