پر افغانستان د پاکستان بریدونه د بشري حقونو څخه بشپړه سرغړونه ده

سیاسي شنونکي وایي چې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه د دې هېواد د ملي حاکمیت او د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده او د ملکیانو وژل د انسانیت پر وړاندې څرګنده جنايت ګڼل کېږي.
پر افغانستان د پاکستان بریدونه د بشري حقونو څخه بشپړه سرغړونه ده

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله‌ایزه او امنیتي کړکېچونه د کلونو څخه دوام لري، او په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو وروسته دغه شخړې لا زیاتې سوې دي.

پاکستان څو ځله طالبان او کورني مخالفین، په ځانګړې توګه تحریک طالبان پاکستان باندي، د دې تور لګولی چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کاروي، خو طالبان ټینګار کوي چې افغانستان به اجازه ورنکړي چې خاوره یې د نورو هېوادونو پر ضد وکارول سي.

ویس ناصري، سیاسي شنونکی او څيړونکي، د معمار خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې د پاکستان وروستي بریدونه پر افغانستان د دې هېواد ملي حاکمیت او د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده او د ملکیانو وژل د انسانیت پر وړاندې څرګنده جنايت ګڼل کېږي. هغه وویل چې اسلام‌آباد د طالبانو د واکمنېدو راهیسې څو ځله پر افغانستان بریدونه کړي او هېڅ هڅه یې ددې هېواد د کمزوري کولو لپاره نه ده پرېښي.

ناصري زیاتوي چې اسلام‌آباد د افغانستان د کمزوري کولو لپاره له هر وسيلې کار اخلي؛ د بېلګې په توګه په صادراتو کې د لوړ فصل پر مهال د پولو تړل او د افغان کډوالو بندي کول یا ويستل . نوموړي دغه اقدامات د افغانستان پر ضد د پاکستان د اقتصادي او سیاسي فشار د تګلارو برخه ګڼي.

له بلې خوا، ناصري ټینګار کوي چې د طالبانو ملاتړ له ترهګرو ډلو او د شبکو لکه القاعده، تحریک طالبان پاکستان او نورو جنګي ډلو شتون په افغانستان کې د سیمې امنیت ته ګواښ پېښ کړی دی. هغه وايي چې دغه ډلې خپلې روزنې او تجهیزات په افغانستان کې ترلاسه کوي او له دې خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کار اخلي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې پاکستان په وروستیو کې د افغانستان ختیځو او سویل ختیځو سیمو کې څو هوايي بریدونه کړي او ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان او داعش خراسان څانګې پټځایونه یې هدف کړي دي. طالبان بیا دغه بریدونه د افغانستان پر خاورې تېرې او د ملکیانو پر ژوند ګواښ ګڼلي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x