پر افغانستان د پاکستاني چارواکو تورونه؛ د مسؤولیت څخه تېښته یا د حقیقت انکار؟

پر افغانستان د پاکستاني چارواکو تورونه؛ د مسؤولیت څخه تېښته یا د حقیقت انکار؟ شهباز شریف، د پاکستان لومړي وزیر، د ترکمنستان پلازمینه عشق‌آباد کې په یوه غونډه کې، بیا هم طالبان د افغانستان د ترهګرو عناصرو د کنټرول نه کولو په تور تورن کړل او د نړیوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې پر کابل فشار زیات کړي.
پر افغانستان د پاکستاني چارواکو تورونه؛ د مسؤولیت څخه تېښته یا د حقیقت انکار؟

شهباز شریف، د پاکستان لومړي وزیر، د ترکمنستان پلازمینه عشق‌آباد کې په یوه غونډه کې، بیا هم طالبان د افغانستان د ترهګرو عناصرو د کنټرول نه کولو په تور تورن کړل او د نړیوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې پر کابل فشار زیات کړي.

دغه تورونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې خپله پاکستان د کلونو لپاره د طالبانو اصلي ملاتړی ګڼل کېده او اوس د خپلو همدغه ستراتیژیکو پالیسیو د پایلو سره مخ دی. په دې وضعیت کې د شريف څرګندونې د اسلام‌آباد د اوسني امنیتي وضعیت د ژورې اندېښنې انعکاس دی، چې په یو ډول سره د افغانستان د تیر وخت یوه آیینه ګڼل کېږي.

د پاکستان او افغانستان د اړیکو تاریخ، د اسلام‌آباد پر دې هیواد کې د دوامداره لاسوهنو کیسه کوي. پاکستان د څو لسیزو لپاره په افغانستان کې د شبه‌نظامي ډلو د پیاوړتیا سیاست تعقیب کړ څو د یو خپلواک او پیاوړي حکومت د جوړېدو مخه ونیسي او په عین حال کې د هند نفوذ په سیمه کې محدود کړي.

دغه ستراتیژي چې د بې‌ثباتۍ پر جوړولو ولاړه وه، افغانستان د کړکېچ مرکز وګرځاوه او زرګونه افغان وګړي یې قرباني کړل. خو د طالبانو د واکمنۍ د بیرته راګرځېدو وروسته، وضعیت په غیر متوقع ډول بدل سو او د ناامنۍ جغرافیه پاکستان ته واوښتله.

رسمي ارقام ښيي چې پاکستان له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ترهګریزو حملو د پام وړ زیاتوالی لیدلی دی. برعکس، افغانستان د طالبانو د بشپړ واکمنۍ وروسته نسبي امنیت لري او نور د ورځنیو خونړیو جګړو صحنه نه دی. دغه تریخ حقیقت حتی ځینې پاکستاني سیاستوال هم مني چې د خپل هیواد د تیرو ستراتیژیکو تېروتنو اعتراف کوي. په همدې اساس، اوس اسلام‌آباد هڅه کوي چې د افغانستان په ملامتولو سره د خپل امنیتي وضعیت مسؤولیت پر نورو واچوي.

د پاکستان د دې استدلال منطق له څو اړخونو څخه شکمن دی. لومړی، طالبان نن هغه ډله ده چې پاکستان یې کلونه ملاتړ کاوه او اوس یې نسی کنټرول کولی. دویم، په پاکستان کې فعالې شبه‌نظامي ډلې په عمده توګه د دې هیواد د امنیتي پالیسیو محصول دي چې د اوږدمهاله پایلو پرته د جغرافیایي موخو لپاره د زور او تاوتریخوالي کارولو ته مخه کړې. درېیم، کابل څو ځله ټینګار کړی چې د پاکستان امنیتي ستونزې «کورني ریښې» لري او نه سي کېدای د افغانستان پر غاړه واچول سي.

اصلي تضاد د پاکستان په موقف کې هغه وخت څرګندېږي چې اوسني ادعاوې د تیرو سیاستونو سره پرتله کړو. هغه هیواد چې پخپله کلونه د افغانستان لپاره د بې‌ثباتۍ زمینه برابره کړې، اوس د نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې پر کابل فشار راوړي. په داسې حال کې چې افغانستان د کلونو جګړو او وینو تویېدو وروسته اوس نسبي ارامښت لري او پاکستان له هماغه ستونزو سره مخ دی چې پخوا یې پر افغانستان تحمیل کړي وې. دغه بدلون د ناسمو سیاستونو د پایلو خپل هیواد ته د راستنېدو نښه ده.

ښايي د دې کړکېچ دایمي حل په تور لګولو او د افغانستان ضد کمپاینونو کې نه وي، بلکې په پاکستان کې د پالیسیو بنسټیز اصلاح کې پروت وي. د ملي حاکمیت درناوی، د نړیوالو حقوقو اصولو ته پابندي او د ګاونډیو هیوادونو په چارو کې د لاسوهنې مخنیوی، یوازینۍ لار ده چې دوه اړخیزې اړیکې د سولې او همکارۍ پر لور بیایي.

اسلام‌آباد باید ومني چې دایمي امنیت نه د نورو په ملامتولو، بلکې د تیرو تجربو په صادقانه مخامخ کېدو او د ستراتیژیکې تګلارې په بدلولو سره ترلاسه کېږي. تر هغې چې دغه بدلون رامنځته نه سي، پاکستان به په هغه کړۍ کې پاتې وي چې خپله یې حرکت ورکړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x