ولادیمیر پوتین، د روسیې ولسمشر، تېره ورځ (یکشنبه، دلو ۲۶) د افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو د اووه دېرشمې کلیزې په مناسبت (د ۱۳۶۷ لمریز کال دلو ۲۶) په خپل پیغام کې د سره پوځ لس کلنه حضور «یو ویاړلی ماموریت» وباله.
هغه دغه پېښه «د پلارنۍ خاورې د پوځي تاریخ له مهمو او نه هېریدونکو پاڼو څخه یوه» وبلله او ټینګار یې وکړ چې مسکو په هغو سرتېرو، افسرانو او ملکي متخصصانو ویاړي چې په دې جګړه کې یې ګډون کړی و.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې شوروي ځواکونه د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدی په ۶مه افغانستان ته ننوتل او نږدې لس کاله له خونړیو نښتو وروسته، د ۱۳۶۷ کال دلو په ۲۶مه اړ سول چې شاتګ وکړي.
پوتین د شوروي ځواکونو د «مقاومت، زړورتیا، شفقت او لویزړهتوب» یادونه وکړه او ویې ویل چې د دې جګړې مخکښانو د پوځي او وطنپالنې دودونه راتلونکي نسل ته ولېږدول.
خو تاریخي واقعیت دا روایت تر پوښتنې لاندې راولي. د شوروي یرغل یوازې پوځي مداخله نه وه، بلکې د یوه خپلواک هېواد پر حاکمیت ښکاره تېری و، چې نړیوالې ټولنې وغنده. دا کړنه د کرملین له لوري یوه ناسمې ستراتیژیکې محاسبې په توګه ګڼل کېږي، چې د نفوذ د ټینګښت پر ځای یې د شوروي اتحاد د تدریجي ړنګېدو لړۍ چټکه کړه.
د دې لس کلنې غمیزې د ورانۍ شمېرې ټکان ورکوونکې دي؛ له یو میلیون څخه زیات افغانان یا ووژل سول او یا هم معلول سول، میلیونونه نور کډوال سول، او د هېواد پراخې زیربناوې، کلي او ښارونه ویجاړ سول. ماینکرل سوې کروندې او پاتې کنډوالې لا هم د افغانستان پر بدن ژوندي ټپونه دي.
د پوتین په خبرو کې ټکر هغه مهال څرګندېږي چې هغه له «شفقت او لویزړهتوب» څخه یادونه کوي، حال دا چې بېرحمانه بمبارۍ، ډلهییزې وژنې او د سوځېدلې ځمکې سیاست د دې حضور اصلي څېره څرګندوي. هغه څه چې مسکو یې «ویاړ» بولي، د افغانستان لپاره د پرلهپسې کړکېچونو پیل و؛ د ۱۹۹۰مې لسیزې له کورنیو جګړو نیولې تر د طالبانو راټوکېدو او وروسته بهرنیو مداخلو پورې.
دغه یرغل د کمونیزم د پراختیا او د مسکو د پراخېدونکو موخو په اړه نړیواله وېره راوپاروله او افغانستان یې د سترو قدرتونو د خونړۍ سیالۍ په ډګر بدل کړ. د کرملین دا تېروتنه چې ګوندې دا غرني هېواد به د پوځ په زور په اسانه ونیسي، نه یوازې ناکامه سوه، بلکې د افغانستان خلکو ته یې د ناورینونو اوږده لړۍ په میراث پرېښوده.
د نورو بهرنیو مداخلو په پرتله، د شوروي حضور د افغانستان په معاصر تاریخ کې د بدلون یوه منفي ټکي بلل کېږي. د خلق دموکراتیک ګوند لاسپوڅي رژیم هم د خپلو سختو او تاوتریخجنو سیاستونو له لارې، د اصلاح پر ځای، لا زیاتې ورانۍ ته لاره هواره کړه او د پرمختګ او ثبات فرصتونه یې له هېواد څخه واخیستل.
نن، په داسې حال کې چې روسیه هڅه کوي خپله تاریخي ماته په ملي ویاړ بدله کړي، افغانستان لا هم د هغې د پایلو څخه کړېږي؛ ژوره اقتصادي، ټولنیزه او سیاسي وروسته پاتېوالی. نو ځکه، دا پېښه باید د سیمې او نړۍ لپاره د یوې ستراتیژیکې تېروتنې په توګه وپېژندل سي، نه د تش په نامه ویاړلي ماموریت په توګه.
سره له دې، له کرملین څخه تمه کېده چې د دې تېری خونړي ستاینې کولو پر ځای، ترې عبرت واخلي؛ یو تریخ درس چې ښايي هېڅ ځواک، که هر څومره پیاوړی پوځ ولري، نسي کولای یوازې په پوځي زور د یوه ملت ټینګه اراده ماته کړي.



