پخوانی بریتانوي افسر: د دغه هېواد ځواکونه په افغانستان کې «جنګي جنایتونه» ترسره کړي دي

یو پخوانی بریتانوي افسر په نوې رسوا کولو کې وایي چې د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې شکمن کسان په ناقانونه توګه په ډزو وژلي او لوړپوړې پوځي چارواکې له دې کړنو خبر وه خو ددې د پټ ساتلو هڅه یې کړې ده.
پخوانی بریتانوي افسر: د دغه هېواد ځواکونه په افغانستان کې «جنګي جنایتونه» ترسره کړي دي

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ یو پخواني لوړپوړي بریتانوي افسر ویلي چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د افغانستان د جګړې پر مهال په ناقانونه توګه د شکمنو کسانو په وژل کېدو سره «جنګي جنایت» کړی دی. هغه زیاته کړې چې لوړپوړي بریتانوي پوځي قومندانان له دې پېښو خبر وو، خو د مخنیوي لپاره یې هېڅ اقدام ونه کړ. دا څرګندونې وروسته له هغه مطرح سوې چې د «بي‌بي‌سي نیوز» یوې مستندې برنامې راپور ورکړ چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو (SAS) شاوخوا لس کاله مخکې ۵۴ کسان په مشکوکو شرایطو کې وژلي دي.

له همدې امله د بریتانیا د دفاع وزارت د «په افغانستان کې د ناقانونه وژنو» د نویو څېړنو امر کړی دی. نوې څېړنه د بریتانوي ځواکونو شپني عملیات د ۲۰۱۰ کال له منځنۍ برخې تر ۲۰۱۳ کال منځ پورې ارزوي؛ هغه وخت چې دغه ځواکونه د امریکا په مشرۍ د ائتلاف د یوې برخې په توګه د طالبانو پر ضد جنګېدل. پخواني افسر ویلي چې «په جګړه کې د وژل سویو دښمنانو» شمېر تر هغو وسلو ډېر وو چې د عملیاتو پر مهال ترلاسه کېدې، او د ځینو راپورونو له مخې د نیول سویو کسانو لخوا د وسلو یا لاسي بم کارول هېڅ د باور وړ نه وو.

هغه زیاته کړې چې نیول سوي کسان به بېرته د عملیاتو ځای ته ورګرځول کېدل او د جعلي مقاومت په پلمه به په ډزو وژل کېدل. هغه ویلي چې پښیمان دی چې ولې یې په هغه وخت کې پوځي پولیسو ته شکایت ونه کړ. د ده په وینا، ناقانونه وژنې یوازې څو بریتانیایی عسکرو ته محدود نه وو، بلکې تر دې ډېر پراخې وې او ګڼ غړي یې په ځانګړو ځواکونو کې پرې خبر وو. دغه پخواني افسر ټینګار کړی: «ماشومان به په خپلو بسترو کې په هدف ویشتل کېدل، یا به تصادفي وژنې کېدې. دا کار نه ځانګړی دی، نه غوره، او نه هغه څه چې موږ یې نمایندګي کوو.»

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x