د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې ملا بخت الرحمن شرافت ویلي، چې افغانستان د افغان ترانس اوسپنې پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د پاکستان د اوسپنې پټلۍ مرستيال ظفر زمان رانجا د دغې پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو لپاره د چمتووالي د اعلانولو ترڅنګ ویلي، چې پاکستان او ازبکستان د تخنیکي مطالعاتو د لګښتونو د ورکړې په اړه ګډه ژمنه لري.
د افغان ترانس اوسپنې پټلۍ له مزارشریف ښار څخه پیل او په تورخم کې پای ته رسېږي.
د اوسپنې دا پټلۍ د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا له جنوبي آسیا سره نښلوي.