پاکستان: که کابل د TTP مشران ونه سپاري، اسلام اباد به یو اړخیز اقدام وکړي

پاکستان: که کابل د TTP مشران ونه سپاري، اسلام اباد به یو اړخیز اقدام وکړي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په لاهور په یوه خبري غونډه کې وویل: موږ له طالبانو غواړو چې د نور ولي محسود په ګډون د تحریک طالبان پاکستان مشران ونیسي او پاکستان ته یې وسپاري، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې ټینګې شي. په دې غونډه کې هغه دا ادعا هم وکړه چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان مشران او د بهرنیو استخباراتي سازمانونو لاس وو چې د مارچ په ۲۶ په بیشام کې پر چینايي انجینرانو د ځانمرګي برید تر شا و. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که کابل د «تحریک طالبانو» مشران ونه سپاري، اسلام اباد به یو اړخیز عمل وکړي. د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر په وینا، دغه برید چې پنځه چینایي انجینران او د هغوی پاکستاني ډرېور په کې ووژل شول، په افغانستان کې پلان شوی و او په پاکستان کې د مېشتو وسله والو او تسهیلوونکو په مرسته ترسره شو.

بیشتر بخوانید:  حنفي له مخورو شیعه ګانو سره په کتنه کې د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو په جوړولو ټینګار وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x