د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، خواجه آصف د دوشنبې په ماښام (د لړم ۱۹مه) د «جیو نیوز» له شبکې سره په مرکه کې وویل: «که ترکیه او قطر د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیل وړاندیز وکړي، اسلامآباد به د دې وړاندیز هرکلی وکړي.» هغه زیاته کړه چې دا دواړه هېوادونه د پاکستان نږدې ملګري دي او اسلامآباد نسي کولای د دوی د غوښتنې په وړاندې “نه” ووایي.
د دفاع وزیر د ترکیې د ولسمشر له منځګړیتوب څخه مننه وکړه او وویل: «طالبانو په استانبول کې د خبرو پر مهال ځینې مسایل په شفاهي ډول ومنل، خو له دې ډډه یې وکړه چې کوم لیکلی ضمانت وړاندې کړي.» خواجه آصف همدارنګه ټینګار وکړ چې د افغانستان د طالبانو حکومت یو موټی نه دی، او دا موضوع د خبرو د ناکامۍ له اساسي لاملونو څخه ده.
د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ د خبرو درېیم پړاو د ترکیې او قطر په منځګړیتوب په استانبول کې ترسره سو، خو بېنتیجې پای ته ورسېد. له دې ناستې وروسته دواړو لورو یو پر بل تور ولګوه چې د سختو او غیر عملي غوښتنو له لارې یې د خبرو د پرمختګ مخه نیولې ده.




