د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د مهاجرینو د چارو عالي کمیسیون د یکشنبې په ورځ (۱۸ د عقرب) ویلي چې پاکستان د تېرې ورځې په جریان کې ۱۲،۳۲۳ افغان مهاجرین ایستلي او د افغانستان خاورې ته یې بېرته انتقال دي. یاد مهاجرین د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې له پولو هېواد ته داخل سوي دي.
همدارنګه، د همدې مودې په جریان کې ۱۳۲ تنه بېاسناده مهاجرین د اسلامقلعه او د ورېښمو لارې له لارې بېرته افغانستان ته راستانه سوي دي. نړیوالو سازمانونو د افغان مهاجرینو ډلهییز اخراج د نړیوالو قوانینو خلاف بللی او خبرداری یې ورکړی چې د دغو کسانو بېرته تګ افغانستان ته خوندي نهدی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم ویلي چې د افغانانو د دوامداره ایستلو له امله، د بشري مرستو د رسولو هڅې په افغانستان کې نورې هم پېچلې سوې دي. د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ۱.۵ میلیونو زیات افغانان بېرته هېواد ته راستانه سوي دي.



