پاکستان په هند باندې د غچ اخیستونکو بریدونو امر وکړ

پاکستان دستور انجام حملات تلافی‌جویانه به هند را صادر کرد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د هند له هوايي بریدونو وروسته، د پاکستان د ملي امنیت کمېټې، چې مشري یې صدراعظم شهباز شریف کوي، د غچ اخیستونکو بریدونو امر کړی دی.

د پاکستان د ملي امنیت کمېټې لخوا د می په ۷مه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان پوځ به په مناسب وخت او ځای کې د ځانګړو هدفونو په وړاندې غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړي.

کمیټې ټینګار وکړ چې هند ملکي سیمې او ملکي زیربناوې په نښه کړې دي.

د پاکستان د ملي امنیت کمېټې دا هم اعلان وکړ چې پاکستان تل په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د هند د خپل سري کړنو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې هند اعلان کړی چې د دې بریدونو په ترڅ کې یې د پاکستان په خاوره کې نهه ترهګریز کمپونه په نښه کړي دي

بیشتر بخوانید:  روسیې ته د هند د دفاع وزیر سفر لغوه شو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه