د معمار خبري اژانس د راپور له مخي، د خیبرپښتونخوا ایالت د سوابي سیمې ځايي چارواکو د رسمي اخطاریو په صادرولو سره د ګوهاتي په «باراکای افغان» او «ګنداف افغان» دوو لویو کمپونو کي مېشتو افغان مهاجرینو ته امر کړی چې دغه کمپونه پرېږدي او افغانستان ته ستانه سي.
د سوابي سیمې ادارې ویلي چې دا اقدام د افغان مهاجرینو د کمپونو د خالی کیدو په اړه د پاکستان د حکومت د پالیسۍ په چوکاټ کي عملي کېږی. د دې پالیسۍ له مخي، د ټولو کمپونو د خالی کیدو وروستۍ نېټه ۳۰ د دسمبر ټاکل سوې ده، او اړونده اخطاریې په رسمي ډول اوسېدونکو ته سپارل سوي دي.
په صادر سویو خبرپاڼو کي راغلي چې چارواکي پلان لري چې ۳۱م د دسمبر په ورځ د رسمي عملیاتو په ترڅ کي د «باراکای افغان» او «ګنداف افغان» کمپونه په بشپړه توګه ونړوي. د سوابي ځايي ادارې همدارنګه ټینګار کړی چې د ټاکلي نېټې سره سم د دغو کمپونو بشپړ تړل باید عملي سي.
په همدې حال، د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې په اخطاریو کي مهاجرینو ته ویل سوي چې دا د دوی لپاره وروستی چانس دی چې د کور وسایل او کاروبارونه راټول کړي او لیږدولو ته یې چمتووالی ونیسي. په دغو خبرپاڼو کي له مهاجرینو غوښتل سوي چې د پاکستان د حکومت د پالیسۍ مطابق خپل د بېرته ستنېدو پروسه پیل کړي.
دا اقدام کولای سي چې په پاکستان کي د افغان مهاجرینو پر ژوند جدي اغېز وکړي او د بشري او امنیتي اندېښنو د زیاتېدو لامل وګرځي.



