پاکستان په سعودي عربستان کې د طالبانو سره د مذاکراتو د ترسره کېدو خبر رد کړ

طاهر اندرابي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې اسلام‌آباد د طالبانو ادارې سره په سعودي عربستان کې د هر ډول خبرو اترو څخه بې‌خبره دی.
پاکستان په سعودي عربستان کې د طالبانو سره د مذاکراتو د ترسره کېدو خبر رد کړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ طاهر اندرابي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې اسلام‌آباد د طالبانو ادارې سره په سعودي عربستان کې د هر ډول خبرو اترو څخه بې‌خبره دی.

اندرابي ټینګار وکړ چې تراوسه د سعودي عربستان له خوا پاکستان ته د منځګړیتوب کوم رسمي وړاندیز نه دی سوی.

د دغه پاکستانی چارواکي څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې مخکې ځینې سرچینو راپور ورکړی وو چې د طالبانو استازو او د پاکستان چارواکو ترمنځ په ریاض کې مذاکرات سوي دي. د دې ناستو هدف د سرحدي کړکېچونو کمول او د دواړو خواوو سیاسي او امنیتي اړیکو ارزونه بلل سوې وه.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت رسمي دریځ ښيي چې یا دا مذاکرات په غیر رسمي ډول سوي یا د پاکستان حکومت نه غواړي چې د دې خبرو جزییات علني کړي. د سرحدي کړکېچونو او د افغان مهاجرو د اخراج موضوعات د دواړو هېوادونو اړیکې لا پسې تنګې کړې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x