د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان چارواکو رسمي امر کړی چې په خیبرپښتونخوا ایالت کې د افغان مهاجرینو ټول کمپونه سمدستي وتړل سي. د مهاجرینو د شبکې رسنیو ویلي چې په یادو سیمو کې کمپونه په بشپړه توګه تړل سوي، او په نورو برخو کې هم د افغان کډوالو کمپونه د تړلو په حال کې دي.
رسنۍ زیاتوي چې د پاکستان حکومت د ایالتي چارواکو څخه غوښتنه کړې چې ټول کمپونه خالي کړي او د هغوی ځمکې دولت ته وسپارل سي. راپورونه ښيي چې د پاکستان پولیس ددې پرېکړې د عملي کولو په حال کې دي او د کمپونو د تخلیې بهیر پیل سوی دی.
زرګونه افغان کورنیو چې د کلونو راهیسې په دې کمپونو کې ژوند کاوه، اوس په سختو شرایطو او بېباوره حالت کې قرار لري. دا په داسې حال کې ده چې د حقوقي او بشري بنسټونو لخوا د مهاجرینو د وضعیت په اړه جدي اندېښنې څرګندې سوي او غوښتنه یې کړی چې د جبري اخراج بهیر سمدستي ودرول سي. پاکستان دغه پرېکړه په داسې وخت کې نیسي چې په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په شدت سره ترینګلې سوې، او دواړه لوري یو بل د سرحدونو د نقض کولو په تورونو تورن کړي دي.