پاکستان په خپلو اتباعو باندې متحده ایالاتو ته د سفر محدودیتونه لرې کولو لپاره کار کوي

پاکستان برای برداشتن محدودیت سفر اتباع خود به آمریکا تلاش می‌کند

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې لخوا د پاکستاني اتباعو د امریکا متحده ایالاتو ته د سفر د بندیز احتمالي اقدام “نامناسب” وباله.

هغه له جیو نیوز سره په یوه مرکه کې وویل چې د پاکستان حکومت هڅه کوي چې د خپلو اتباعو د سفر محدودیتونه ودروي.

د پاکستان د دفاع وزیر په دوام وویل: “حکومت دا مسله راپورته کړې ده. دا مسله به د یوې اونۍ څخه تر لسو ورځو پورې حل شي.”

د راپورونو له مخې، د ټرمپ اداره د افغانستان او پاکستان په ګډون د ځینو هیوادونو پر اتباعو د سفر محدودیتونه لګولو په اړه غور کوي.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو مشر یو حکم صادر کړ چې "غیرقانوني" دودونه او کړنې په ګوته کړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه