پاکستان: په افغانستان کې د ترهګرو لاسرسی بهرنیو وسلو ته، د سیمې لپاره جدي ګواښ دی

د پاکستان دایمي استازي په ملګرو ملتونو کې خبرداری ورکړی چې هغه پرمختللې وسلې چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې سوې، اوس د ترهګرو ډلو لاس ته ورغلې دي او د پاکستان او ټولې سیمې د امنیت لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.
پاکستان: په افغانستان کې د ترهګرو لاسرسی بهرنیو وسلو ته، د سیمې لپاره جدي ګواښ دی

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، عاصم افتخار احمد، د پاکستان استازي په ملګرو ملتونو کې، ویلي: «ډلې لکه داعش خراسان، پاکستانی طالبانو غورځنګ، د بلوچستان ازادۍ پوځ او د مجید ډلې، پرته له کوم ځواب‌ویونکي مسؤلیت څخه د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او له دغو وسلو څخه د پاکستان پر ملکیانو او امنیتي ځواکونو د برید لپاره استفاده کوي.»

هغه زیاته کړه چې دا ډلې نه یوازې له افغان خاورې فعالیت کوي، بلکې د سیمه‌ییزو بې‌ثباته کوونکو لوبغاړو له لوري مالي ملاتړ هم ترلاسه کوي.

د ده په وینا، د دې وضعیت له امله په پاکستان کې زرګونه بې‌ګناه خلک وژل سوي دي. عاصم افتخار د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وروستي راپور استناد وکړ او ویې ویل چې د وسلو د زېرمو شتون په افغانستان کې یو جدي امنیتي اندېښنه ده او نړیواله ټولنه باید سمدستي دې موضوع ته پاملرنه وکړي. دغه څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د طالبانو او پاکستان اړیکې د پولې د نښتو او د وسلوالو ډلو د زیاتېدو له امله ترینګلې سوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x