پاکستان: هر ډول دفاعي اقدام ته چمتو یو

پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې په بې‌ساري دریځ سره خبرداری ورکړی چې که طالبان د افغانستان په خاوره کې د فعالو ترهګرو ډلو پر ضد د اقدام توان ونه لري یا له دې کاره ډډه وکړي، نو اسلام‌اباد به د خپل امنیت د ساتنې لپاره له «ټولو اړینو دفاعي تدابیرو» کار واخلي.
پاکستان: هر ډول دفاعي اقدام ته چمتو یو

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې په بې‌ساري دریځ سره خبرداری ورکړی چې که طالبان د افغانستان په خاوره کې د فعالو ترهګرو ډلو پر ضد د اقدام توان ونه لري یا له دې کاره ډډه وکړي، نو اسلام‌اباد به د خپل امنیت د ساتنې لپاره له «ټولو اړینو دفاعي تدابیرو» کار واخلي.

دا څرګندونې چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د پاکستان استازي لخوا سوي، د شنونکو په باور، دا څرګندونې د طالبانو په اړه د اسلام‌اباد د سیاست ښکاره بدلون ښيي؛ هغه ډله چې پخوا د پاکستان له سیاسي او امنیتي ملاتړ څخه برخمنه وه، خو اوس د سرحدي ګواښونو او دوه‌اړخیزو کړکېچونو په سرچینه بدله سوې ده.

د خپرو سویو شننو له مخې، پاکستان طالبان د ناامنۍ د زیاتوالي او د پاکستانی طالبانو غورځنګ په څېر ډلو د فعالیتونو د پراخېدو مستقیم مسؤل ګڼي. په وروستیو اوونیو کې د افغانستان او پاکستان پوله ییزې نښتې او د پاکستاني ځواکونو د وژل کېدو له امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی په جدي ډول زیات سوی دی.

کارپوهان باور لري چې د پاکستان دا رسمي دریځ کولای سي د احتمالي پوځي اقداماتو، محدودو هوايي بریدونو او یا هم پر طالبانو د نړیوالو فشارونو د زیاتېدو لاره هواره کړي، په ځانګړي ډول که طالبان د افراطي ډلو پر وړاندې له اغېزمن اقدام څخه همداسې ډډه وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x