د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، رانا ثناالله، د پاکستان د لومړي وزیر لوړپوړی سلاکار، په فیصلآباد کې د یوې غونډې پر مهال په ښکاره خبرداری ورکړی چې اسلامآباد به هغه هر برید بې ځوابه پرې نه ږدي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد ترسره سي. ثناالله په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې د پاکستان ملي امنیت د دې هېواد سره کرښه ده او هر ډول ګواښ چې د افغانستان له لوري متوجه سي، ورته جدي او مناسب غبرګون ښودل کېږي.
هغه وویل: «موږ به د هغو بریدونو پر وړاندې چپ پاتې نه سو چې د افغانستان له خاورې پلان او ترسره کېږي. زموږ ځواب به قاطع وي.» د لومړي وزیر لوړپوړي سلاکار دا هم وویل چې پاکستان له ډېرو کلونو راهیسې د هغو وسلهوالو او ترهګريزو ډلو له فعالیتونو زیان لیدلی چې د افغانستان له پولې رااوړي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی او سیاسي ـ امنیتي کړکېچ په وروستیو ورځو کې لوړ سوی، د دواړو هېوادونو مهمې پولې تړل سوې او سوداګریزې او دیپلوماتیکې اړیکې له جدي ستونزو سره مخ دي. پاکستان بیا بیا طالبان د (TTP) د ملاتړ او پناه ورکولو په تور تورن کړي، خو طالبان دا تورونه ردوي.



