پاکستان له افغانستان سره د ترانزیټي سوداګرۍ بهیر بیا پيل کړ

د پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیټ ادارې اعلان کړې چې له طالبانو سره د دوحې د اوربند له تړون وروسته، له افغانستان سره د ترانزیټي سوداګرۍ بهیر په مرحله یې توګه بیا پیل سوی دی.
پاکستان له افغانستان سره د ترانزیټي سوداګرۍ بهیر بیا پيل کړ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیټ ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، شاوخوا ۳۰۰ بار وړونکي موټرې چې په بېلابېلو سیمو کې درول سوي وې، اوس د تګ اجازه ترلاسه کړې ده، او د ترانزیټ سوداګرۍ بهیر د چمن له لارې عملي کېږي.

یادې ادارې زیاته کړې چې د سوداګرۍ د بیا پرانیستو بهیر به په درې پړاوونو کې ترسره سي، او منظم فعالیتونه به له هغو بارونو وروسته دوام وکړي چې مخکې بند پاتې سوي وو، د «لومړی داخل، لومړی خارج» له اصولو سره سم. دغه ګام د طالبانو سره د دوحې د اوربند له تړون وروسته پورته سوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټي سوداګرۍ د احیا په لور یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

بیشتر بخوانید:  د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان: د طالبانو او پاکستان اوربند د سیمې د سولې لپاره یو مثبت ګام دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه