د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، پاکستاني رسنیو ویلي چې اسلام آباد د افغانستان، ایران او روسیې سره د نوي تجارت پر طرحې کار پیل کړی دی. راپورونه وایي، د دغه هېواد د فدرالي اقتصادي همغږۍ کمیټې دغه طرح تصویب کړې او د دې هدف د سیمې په کچه د تجارتي اړیکو پیاوړتیا او د معاملو اسانتیا بلل سوې ده.
د طرحې له مخې، د تهاتر معاملو د بشپړېدو موده له ۹۰ ورځو څخه ۱۲۰ ورځو ته غځول سوې او خصوصي بنسټونو ته هم اجازه ورکړل سوې ترڅو د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره د اصلاح سوي کنسورسیوم چوکاټ جوړ کړي.