د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، طاهر اندرابي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د درېیم پړاو مذاکراتو پای ته رسېدو وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبان په خبرو کې یوازې د لنډمهاله اوربند د غځولو غوښتونکي وو او په افغانستان کې مېشتو ډلو لکه پاکستانی طالبانو غورځنګ او بلوچ ازادۍ غورځنګ پر ضد هېڅ ښکاره اقدام نه دی کړی.
اندرابي ټینګار کړی چې د پاکستان وسله وال ځواکونه پیاوړي دي چې د خپلې خاورې څخه «ترهګری» په بشپړه توګه له منځه یوسي او د دې ډلو د ملاتړو، سپانسرانو او مالي تمویل کونکو پر ضد به کلک اقدام وکړي.
همدارنګه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر طالبانو تور لګولی چې په وروستیو مذاکراتو کې یې د پاکستان د امنیتي اندېښنو د حل پر ځای هڅه کړې چې د «خيالي تورونو او تحریک کوونکو خبرو» له لارې خبرې اترې بېګټې بحثونو ته واړوي. دا په داسې حال کې ده چې د استانبول مذاکرات بې نتیجې پای ته رسېدلي او د کابل او اسلام آباد ترمنځ کړکېچ په زیاتېدو دی.



