پاکستان: طالبان باید د سولې یا انزوا لار وټاکي!

عاصم افتخار احمد، د پاکستان دایمي استازی په ملګرو ملتونو کې، د طالبانو پر وړاندې د بندیزونو د څار ډلې د یو کلن ماموریت د غځولو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې دغه کړنه طالبانو ته روښانه پیغام ورکوي چې دوی باید د افغانستان د راتلونکي په اړه د انزوا یا د سولې او پرمختګ ترمنځ یو وټاکي .
پاکستان: طالبان باید د سولې یا انزوا لار وټاکي!

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ عاصم افتخار احمد، د پاکستان دایمي استازی په ملګرو ملتونو کې، ټینګار کړی چې طالبان باید د افغانستان د راتلونکي لپاره یا د انزوا یا د سولې او پرمختګ لار وټاکي.

د پاکستان دایمي استازي په ملګرو ملتونو کې د طالبانو پر وړاندې د بندیزونو د څار ډلې د ماموریت د غځولو هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا طالبانو ته روښانه پیغام دی چې افغانستان باید د هیڅ هېواد پر وړاندې د ګواښ یا برید لپاره ونه کارول سي.

افتخار احمد په خپلو څرګندونو کې لیکلي: «هیله لرو چې د څار ډلې خپلې د مخنیوي هڅې او راپور ورکونه د ورکړل سوي ماموریت مطابق جاري وساتي.»

د امنیت شورا تېره اونۍ د دې ډلې ماموریت د نور یو کال لپاره د ۱۵ موافقو رایو په تصویب غځولی دی. د قطعنامې مسوده د متحده ایالاتو لخوا چمتو سوې وه. د افغانستان د بندیزونو کمیټه چې په جون ۲۰۱۱ کې د قطعنامې ۱۹۸۸ له مخې تاسیس سوې، د طالبانو اړوند اشخاصو او ادارو پر شتمنیو، سفر او وسلو بندیزونه څاري.

په غبرګون کې، ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو ویاند، د فشار او بندیز تګلاره ناکامه وباله او د لویدیځو هېوادونو د تګلارو بیاکتنه یې وغوښتله. هغه د څارونکو ډلو د ماموریت دوام د تکراري او بې‌نتیجې تجربې په توګه وښوده .

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x