د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي چې د تورخم او چمن–سپینبولدک سرحدي لارې یوازې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د کاروانونو د تېرېدو لپاره پرانیستل کېږي.
د دې وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دا پرېکړه «د بشري دلایلو له مخې» او د دې لپاره سوې چې په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د مرستو رسونه اسانه سي.
دا په داسې حال کې ده چې د سرحدي ترینګلتیاوو او د دې لارو د اوږدمهاله تړل کېدو له امله سوداګري، د خلکو تګ راتګ، او د دواړو هېوادونو د پولهیزو سیمو اقتصادي او بشري وضعیت تر سخت فشار لاندې راغلی وو.
د دې لارو محدود پرانیستل کېدای سي لږ تر لږه د بشري مرستو یو برخه بېرته فعاله کړي، خو عادي سوداګري او عام ولسي تګ راتګ لا هم له محدودیتونو سره مخ دی.
پاکستان تر اوسه د سوداګریزو او مسافري فعالیتونو لپاره د سرحدونو د بشپړ پرانیستو په اړه کومه پریکړه نه ده کړې.



