د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کډوالو عالي کمیسیون ویلي چې پاکستان یوازې په تېره یوه ورځ کې نږدې ۷۹۹۶ افغان مهاجرین له خپل هېواد څخه اخراج کړي دي.
دغه شمېر په تېرو څو اونیو کې د کډوالو د ایستلو له پلوه بېساری بلل کېږي. دا اقدام د طالبانو او د پاکستان د ځواکونو تر منځ د اته ورځو سرحدي نښتو وروسته او د پاکستان د لومړي وزیر له خوا د کډوالو د ایستلو د بهیر د تیزوالی په تعقیب ترسره سوی دی.
د راپورونو له مخې، ډېری دغه کډوال د سپین بولدک او بهرامچې سرحدي دروازو له لارې افغانستان ته راستانه سوي دي. دغه کمیسیون همدارنګه ویلي چې تېره ورځ نږدې ۴۸۰ افغان کډوال د اسلامقلعه او پل ابریشم له لارې افغانستان ته راستانه سوي دي. په اعلامیه کې ویل سوي چې د راستنېدونکو کډوالو لپاره تراوسه پورې ۱۸ میلیون ۳۵۰ زره افغانۍ او ۷۷۴ سیمکارتونه وېشل سوي دي.




