پاکستان د کډوالو د ایستلو لپاره ۲۴ ورځې وخت ورکړی دي

پاکستان د کډوالو د ایستلو لپاره ۲۴ ورځې وخت ورکړی دي

پاکستان له ټولو غیرقانوني بهرنیو کډوالو او د افغان تابعیت کارت لرونکو څخه غوښتي چې د مارچ د ۳۱مې څخه مخکې له هیواده ووځي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان حکومت یو ځل بیا پر کډوالو فشار زیات کړی او د هغوی د وتلو لپاره یې نوې ضرب الاجل ټاکلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغان تابعیت کارت لرونکي او نور کډوال چې د اعتبار وړ اسناد نلري باید (د مارچ ۳۱) پورې له هیواده ووځي.

د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د ضرب الاجل له پای ته رسیدو وروسته به د دې کډوالو د ایستلو پروسه په رسمي ډول پیل شي.

بیشتر بخوانید:  د هوا پېژندنې ادارې په افغانستان کې د سختو بادونو خبرداری ورکړی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه