پاکستان: د پولو د تړل کېدو او سوداګریزو ستونزو مسئولیت د طالبانو پر غاړه دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومت سره د وروستیو شخړو په غبرګون کې ویلي چې د پولو دروازو د تړل کېدو، د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د ګډوډۍ او د سیمه‌ییزو پروژو د درېدلو مسئولیت د طالبانو پر غاړه دی.
پاکستان: د پولو د تړل کېدو او سوداګریزو ستونزو مسئولیت د طالبانو پر غاړه دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومت سره د وروستیو شخړو په غبرګون کې ویلي چې د پولو دروازو د تړل کېدو، د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د ګډوډۍ او د سیمه‌ییزو پروژو د درېدلو مسئولیت د طالبانو پر غاړه دی. د دې وزارت ویاند د جمعې په ورځ د پاکستان د امنیتي اندېښنو په ټینګار وویل چې د طالبانو لخوا د پاکستان د دولت د وسله‌والو مخالفانو، په ځانګړي ډول د (TTP) ملاتړ، د سرحدي سیمو نا‌امنۍ ته پراختیا ورکړې او د اسلام‌آباد «د زغم کچه یې پای ته رسولې ده».

د پاکستان د دې چارواکي په وینا، روان وضعیت نه‌ یوازې دوه‌اړخیزې اړیکې اغېزمنې کړې، بلکې د سیمې اقتصادي پروژې لکه اقتصادي دهلیز او سوداګریز اتصال هم ګډوډ سوي دي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو کې د تورخم او چمن په څېر مهمې دروازې څو څو ځله تړل سوې دي او په پاکستان کې د افغان مهاجرو د نیولو او شړلو بهیر هم زیات سوی دی. طالبانو د پاکستان وروستیو څرګندونو ته لا رسمي غبرګون نه دی ښکاره کړی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x