د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د بلوچستان ایالت حکومتي چارواکو د سې شنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۹مه) اعلان وکړ چې د نشه يي توکو د لېږد او قاچاق په تور یې ۶۰ افغانان نیولي دي.
د بلوچستان د استخباراتو سرپرست وزیر جان محمد اڅکزی وايي، دغه کسان په تېرو دوو ورځو کې د “عبدالله قله” او “پشین” په دوو سیمو کې نیول شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دا عمليات په تېرو پنځو کلونو کې د پاکستان په بلوچستان کې د افغان اتباعو د نيولو تر ټولو ستر عمليات دي.