د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان حکومت د طالبانو هغه غوښتنه رد کړې چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي او ټینګار یې کړی چې دا پروسه به د پلان سره سم دوام ومومي.
د دوشنبې په ورځ (د حوت په ۲۷مه)، ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د پاکستاني حکومتي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د غیرقانوني افغانانو او د ACC کارت لرونکو شړل وروستۍ پریکړه ده او هیڅ بدلون به پکې نه راځي.
د دې راپور له مخې، ۸۰۰،۰۰۰ افغان کډوال چې د ACC کارتونه لري د اخراج له خطر سره مخ دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مخکې اعلان کړی و چې ټول غیرقانوني کډوال باید د مارچ تر ۳۱مې پورې له هیواده ووځي.
ویل کیږي چې طالبانو د ډیپلوماتیکو لارو له لارې له پاکستان څخه غوښتي چې دا پروسه ودروي او افغان کډوالو ته نور وخت ورکړي.