د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ وروستۍ خبرې په استانبول کې له هېڅ ډول عملي پایلې پرته پای ته ورسېدې. پاکستاني چارواکو ویلي چې د طالبانو پلاوي د پاکستانی طالبانو غورځنګ د فعالیتونو د کنټرول په اړه د لیکلې ژمنې له وړاندې کولو ډډه کړې ده.
طارق فضل چودري، د پاکستان د فدرالي حکومت د پارلماني چارو وزیر، ویلي چې اسلامآباد د خبرو د دوام لپاره ژمن دی، خو د طالبانو له رسمي او لیکلې تعهد پرته د خبرو په بهیر کې هېڅ پرمختګ ممکن نهدی. خواجه محمد آصف، د پاکستان دفاع وزیر، هم دا خبره تأیید کړې ده چې د طالبانو پلاوی یوازې د لفظي تفاهم موافقه کړې او د هر ډول رسمي سند له لاسلیکولو یې انکار کړی دی.
په غبرګون کې، ذبیحالله مجاهد، د طالبانو د حکومت ویاند، د پاکستاني پلاوي چلند «غيرمسؤولانه» بللی او ویلي یې دي: «افغانستان به هېڅکله اجازه ورنکړي چې د دې هېواد له خاورې د بل هېواد پر وړاندې کار واخیستل سي.» اوسمهال د TTP د مهار موضوع لا هم د کابل او اسلامآباد ترمنځ د خبرو اصلي ستونزه ده، او د ترکیې او قطر د منځګړیتوب سرهسره تر اوسه د خبرو په بهیر کې د پرمختګ کوم نښه نه ترسترګو کېږي.



