د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ د پاکستان د دفاع وزیر د طالبانو او هند په تورنولو سره ویلي دي چي د بلوچستان ایالت وروستیو خونړي بریدونو ترسره کوونکي د دغو دواړو لورو له خوا ګومارل سوي کسان دي .
خواجه آصف، د پاکستان د دفاع وزیر، د چهارشنبې په ماښام، د دلو پر ۱۵مه، ویلي دي چي د «بلوچستان د آزادۍ پوځ» په نوم وسلهوال د هند او طالبانو له خوا د وسیلې په توګه کارول کېږي او پاکستان به په دې اړه پوښتنه هم کوي او عملي ګامونه به هم پورته کوي.
هغه په ټینګار وویل چې «د بل په لاس د جګړې » په وړاندې به ټینګه مقابله وسي: «د هېواد د ځوانانو په مرسته، ستاسو د ټاکل سوو استازو په ملاتړ او د یوه ملي پرېکړهلیک له لاري، په دې ډګر کي به هم هند ـ د افغانستان له لاري ـ مات کړو.»
د پاکستان د دفاع وزیر وویل چي دا کسان یوازي له هېواده بهر شتون نه لري، بلکي د پاکستان د ټولني دننه هم فعاله دي او اسلامآباد به د هغوی پر وړاندي، که د هېواد دننه وي او که د هند او افغانستان سره په تړاو، اقدام وکړي.
خواجه آصف خبرداری ورکړ چي که د پاکستان پر ضد وسلهوال د هند له خوا او د طالبانو تر واک لاندي د افغانستان له خاوري د وسیلې په توګه کارول کېږي، نو اسلامآباد به دا موضوع له پامه ونه غورځوي او خامخا به ځواب ورکړي.
د یادوني وړ ده چي د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا د شمېرو له مخي، د بلوچستان ایالت په وروستیو بریدونو کي ۴۸ پاکستاني اوسېدونکي، د ۳۱ ملکي کسانو په ګډون، وژل سوي دي.



