پاکستان: د افغانستان په خاوره کې د وروستي برید د عاملانو پر ضد اقدام کوو

د پاکستان دفاع وزیر، خواجه محمد آصف، د اسلام‌آباد او خیبرپښتونخوا د وروستیو مرګونو بریدونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې اسلام‌آباد ممکن د ترهګرو پر پناه‌ځایونو په افغانستان کې پوځي عملیات ترسره کړي.
پاکستان: د افغانستان په خاوره کې د وروستي برید د عاملانو پر ضد اقدام کوو

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان دفاع وزیر، خواجه محمد آصف، د اسلام‌آباد او خیبرپښتونخوا د وروستیو مرګونو بریدونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې اسلام‌آباد ممکن د ترهګرو پر پناه‌ځایونو په افغانستان کې پوځي عملیات ترسره کړي.

د پاکستاني ورځپاڼې ډان د راپور له مخې، آصف زیاته کړې ده چې پاکستان د دغو بریدونو وروسته اړ سوی څو د عاملانو پر وړاندې جدي او قاطع ګامونه واخلي. آصف ویلي: «موږ نور د دې ګواښونو د زغملو توان نه لرو. د افغانستان په خاورې کې دننه د ترهګرو پر پناه‌ځایونو برید، د بحث لاندې یو عملي انتخاب دی.»

هغه د اسلام‌آباد، طالبانو او منځګړیو ترمنځ د درې‌اړخیزو مذاکراتو بې‌نتیجې پایلې هم یو ځل بیا تر پوښتنې لاندې راوستې او ویلي یې دي: «باید نور دا خیال ونه کړو چې طالبان د پاکستان ملاتړي دي یا د سولې غوښتونکي دي؛ وخت رارسېدلی چې ځان له دې فریب څخه وباسو.»

دغه څرګندونې وروسته له هغه مطرح کېږي چې په وروستیو ورځو کې د اسلام‌آباد او جنوبي وزیرستان په بریدونو کې لسګونه کسان وژل سوي او ټپیان سوي دي. پاکستاني چارواکو د دغو بریدونو پړه پر هغو وسلوالو ډلو اچولې چې په افغانستان کې مېشتې دي، په ځانګړې توګه (TTP). تراوسه د طالبانو حکومت د پاکستان دفاع وزیر د څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی، خو د دواړو هېوادونو اړیکې د وروستیو ناکامو خبرو او سرحدي نښتو له امله تر بل هر وخت زیاتې ترینګلې سوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x