پاکستان: د افغانستان له خاورې د ترهګرو بریدونه نه منل کیږي

د پاکستان دایمي استازي په ملګرو ملتونو کې ویلي دي چې د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی د دې هیواد د امنیتي وضعیت داسي کړي چي نور د زغملو وړ نه دی.
پاکستان: د افغانستان له خاورې د ترهګرو بریدونه نه منل کیږي

عاصم افتخار احمد، د پاکستان سفیر په ملګرو ملتونو کې، یکشنبه اعلان وکړ چې له افغانستان څخه پاکستان ته وسله‌وال بریدونه په چټکۍ سره زیات سوي او دغه وضعیت د اسلام‌آباد لپاره د منلو وړ ندي. هغه د طالبانو اداره د وسله‌والو ډلو د کنټرول او اداره کولو په ناتوانۍ تورنه کړه.

دغه څرګندونې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو د بریدونو له یوې نوې څپې وروسته سوې دي چې د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې ترسره سوي. د دې بریدونو په غبرګون کې، د پاکستان پوځ په تېرو دوو ورځو کې پوځي عملیات ترسره کړل، چې د دې هیواد چارواکو په وینا پکښې ۱۴۵ وسله‌وال وژل سوي دي. پاکستاني پوځ یو ځلي بیا هندوستان د بلوڅ وسله‌والو په ملاتړ کولو تورن کړ.

د پاکستان سفیر په ملګرو ملتونو کې له «دان» ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې طالبان افغانستان ته د پاکستان وسله‌والو ډلو ته پناه ورکوي او ادعا یې وکړه چې دغه ډلې د هند له ملاتړ هم برخمنې دي.

د پاکستان سفیر د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د وروستیو څرګندونو یادونه هم وکړه، چې له طالبانو یې غوښتنه کړې وه څو د پاکستاني وسله‌والو لخوا د افغانستان له خاورې د کارونې مخه ونیسي. آنتونیو ګوترینش د دلو په ١٠ نیټه په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ په ځانګړي ډول د هغه څه په اړه ژوره اندېښنه لرو چې د پاکستاني طالبانو په اړه پېښ سوي او ملاتړ یې ترلاسه کړی.»

عاصم افتخار احمد ټینګار وکړ چې طالبانو د دوحی په تړون باندی خپلي ژمنې نه دي پوره کړي. د دې تړون له مخې، چې په ۲۰۲۰ کال کې د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ لاسلیک سو، طالبان ژمنه کړې وه چې د افغانستان له خاورې د وسله‌والو ډلو د فعالیت مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه: «په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان پراخ حضور، د بلوچستان د آزادۍ پوځ فعالیتونه او د پاکستان پر ضد د دوی ترهګریز بریدونه، د ملګرو ملتونو د څارنې د ټیم لخوا هم راپور سوي دي.»

د پاکستان سفیر په پای کې وویل: «موږ ټول اړین ګامونه د دې ګواښ د مخنیوي او ریښو ایستلو لپاره پورته کوو او په دې لاره کې کلک دریځ لرو.»

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x