پاکستان: د اسلام آباد او کابل ترمنځ د ایران د منځګړیتوب هرکلی کوو

پاکستان اعلان کړی چې د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ د ایران د منځګړیتوب له وړاندیز څخه هرکلی کوي او چمتو دی چې د امنیتي ترینګلتیا د حل لپاره په هر ډیپلوماتیک بهیر کې ګډون وکړي.
پاکستان: د اسلام آباد او کابل ترمنځ د ایران د منځګړیتوب هرکلی کوو

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران اسلامی جمهوریت د منځګړیتوب له وړاندیز څخه تود هرکلی کوي او چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان د امنیتي اختلافاتو د حل لپاره په هر ډول سیاسي او ډیپلوماتیکو خبرو کې برخه واخلي. طاهر حسین اندرابي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، په دې ټینګار سره چې ایران «ورور او دوست هېواد» دی، وویل اسلام‌آباد له هرې هغه هڅې ملاتړ کوي چې د خبرو له لارې ستونزې حل کړي او تهران کولای سي په دې بهیر کې «مهم رول» ولوبوي.

نوموړي وویل: «ایران زموږ ورور او دوست هېواد دی. پاکستان تل د خبرو او دیپلوماسۍ له طریقه د حل لارو د موندلو ملاتړی دی. موږ د ایران د منځګړیتوب له وړاندیز څخه مننه کوو.» اندرابي زیاته کړه: «موږ باور لرو چې ایران کولای سي مهم رول ترسره کړي. پاکستان به د ایران له منځګړیتوبه مخ ونه ګرځوي.

منځګړیتوب تل زموږ د هرکلي وړ دی.» د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل چې اسلام‌آباد د «حقوقي او سیاسي مشروعیت» له مخې، په ځانګړي ډول د هغو ترهګریزو ګواښونو په اړه چې د هغوی په وینا له افغانستان څخه سرچینه اخلي، له منځګړیتوبه هېڅ وېره نه لري. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په استانبول کې د پاکستان او د طالبانو د دریم پړاو مذاکرات د ترکیې او قطر په منځګړیتوب پرته له کومې نهايي پایلې پای ته رسېدلي او دواړه خواوې د سرحدي بریدونو د مخنیوي پر میکانیزم نه دي توافق سوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x