پاکستان د استانبول په خبرو اترو کې د طالبانو ماته اعلان کړه

پاکستان اعلان وکړ چې له طالبانو سره څلور ورځنۍ خبرې اترې په استانبول کې بې‌نتیجې پای ته رسېدلې دي. د دغه هېواد د اطلاعاتو وزیر عطاالله طرار ویلي، طالبان د امنیتي اندېښنو د حل لپاره چمتو نه‌وو، او ټینګار یې کړی چې د پاکستان د وګړو امنیت «د بحث وړ نه دی».
پاکستان د استانبول په خبرو اترو کې د طالبانو ماته اعلان کړه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، عطاالله طرار، د پاکستان د اطلاعاتو او رسنیو وزیر، د سه‌شنبې په شپه وویل چې د پاکستاني پلاوي او د افغانستان د طالبانو ترمنځ څلور ورځنۍ خبرې اترې په استانبول کې پرته له کومې څرګندې پایلې پای ته رسېدلې دي.

که څه هم طرار په مستقیم ډول د خبرو اترو د پای اعلان ونه کړ، خو د قطر او ترکیې د منځګړتوب له رول څخه په مننې سره یې څرګنده کړه چې دا پړاو خبرې عملاً پای ته رسېدلې دي. هغه په خپل پیغام کې په ټولنیزه شبکه ایکس کې لیکلي چې د طالبانو پلاوي له اصلي بحثونو څخه ډډه وکړه او د پاکستان د امنیتي اندېښنو د څېړلو لپاره یې لازم تیاری نه‌درلود.

طرار زیاته کړه: «د خپلو خلکو امنیت زموږ لومړیتوب دی او په دې اړه هېڅ ډول معامله نه‌کېږي.» په همدې حال کې، د طالبانو ویاندویانو تر اوسه د دغو خبرو د ناکامۍ په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

مخکې له دې، سرچینو راپور ورکړی و چې د خبرو پر مهال د پاکستانی طالبانو غورځنګ (TTP) د بریدونو او د پاکستان د هوایي عملیاتو د موضوع پر سر سخت اختلافات رامنځته سوي وو. له دې ناکامو خبرو وروسته، اندېښنې زیاتې سوې دي چې ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله د نوو نښتو او تاوتریخوالي امکان ډېر سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه