د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستان د دريېم پړاو خبرو اترو له ناکامېدو وروسته، د پاکستان د اطلاعاتو وزير، عطاالله ترار، په يوه خبرداريکوونکې لهجه اعلان وکړ چې هېواد به يې د ملي حاکميت د ساتنې او د اتباعو د امنيت د ټينګښت لپاره له ټولو ممکنه لارو کار واخلي.
ترار د جمعې په ورځ، د عقرب په ۱۶مه، په خپله ایکس پاڼه وليکل: «له دې وروسته، ټول مسؤليتونه د طالبانو پر غاړه دي.» هغه ټينګار وکړ چې اوس وخت رارسېدلی چې طالبان د دوحې د موافقې له تعهداتو سره، په ځانګړي ډول د ترهګرو ډلو پر ضد د مبارزې په برخه کې، وفادار پاتې سي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزير زياته کړه: «پاکستان د افغانستان له خلکو سره هېڅ دښمني نه لري، خو د طالبانو د داسې هر اقدام ملاتړ به ونه کړي چې د افغانانو او ګاونډيو هېوادونو ګټې له خطر سره مخ کړي.»
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او پاکستان تر منځ د دريېم پړاو خبرې، چې موخه يې د پولو له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې يو ميکانيزم جوړول وو، بېپایلې پای ته رسېدلې دي. اسلامآباد تل له طالبانو غوښتي چې د پاکستانی طالبانو غورځنګ (TTP) له لوري د افغانستان له خاورې پر پاکستاني قلمرو د بريدونو مخه ونيسي. خو طالبان دا ډول اړيکه ردوي او وايي چې دوی يوازې د افغانستان د داخلي امنيت د ټينګښت مسؤليت لري.
د لفظي تاوتريخوالي له زياتېدو او د خبرو له ناکامۍ وروسته، شنونکي اندېښنه څرګندوي چې د دواړو ګاونډيو هېوادونو تر منځ کړکېچ ښايي يو نوي او اندېښمن کوونکي پړاو ته داخل سي.



