په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر یو ځل بیا زور اخیستی دی، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر “فیلیپو ګرانډي” د اسلام اباد له حکومتي چارواکو سره د افغان کډوالو پر ستونزو د خبرو لپاره پاکستان ته تللی دی. ښاغلی ګرانډي به په دغه درې ورځني سفر کې د پاکستان له حکومتي چارواکو او همدارنګه د افغان کډوالو له استازو سره وګوري. د دغه سفر موخه د افغان کډوالو د اخراج په اړه د اندېښنو په اړه بحث او دې ستونزې ته د حل لارې موندل دي. پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې د افغان کډوالو د ایستلو په دویم پړاو کې به ۸۰۰ زره کسان افغانستان ته ستانه کړي.

- 56
- کې خپور شو 1:28 ب.ظ
- د خبر شمیره 9378
- July 8, 2024
- کې خپور شو 1:28 ب.ظ
- د خبر شمیره 9378
- July 8, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 13:28 - July 8, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9378
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

له سیمې څخه د ۷۴۵ افغان کډوالو کورنیو بېرته ستنېدل
3 ساعتونه پیش


تاجیکستان له طالبانو څخه د بخښنې غوښتنه وکړه
3 ساعتونه پیش

0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments