د معمار پرس د خبر له مخې: قرغزستان په پام کې لري چې په روان میلادی کال کې په افغانستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژه بشپړه کړي او راتلونکی کال به خپله برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته صادره کړي. تاجکستان او قرغزستان اوس په افغانستان کې د دې پروژې پاتې چارې بشپړوي او تمه ده چې په راتلونکي کال کې به ۱.۲۵ میلیارده کیلوواټه بریښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته صادره شي. دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې د روان میلادی کال په لومړیو کې د تاجکستان، قرغزستان او پاکستان ترمنځ د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د بیا پیلولو هوکړه لاسلیک شوه. د کاسا ۱۰۰۰ پروژه له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د برېښنا د لېږد یوه مهمه او حیاتي پروژه ده. د دې پروژې په بشپړیدو سره به افغانستان ته هم ۳۰۰ میګاواټه بریښنا برابره شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8864
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 8864
منتشر شده در ۱۴:۳۷ - جوزا ۱۲, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email