د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو او په استانبول کې د وروستیو مذاکراتو د ناکامېدو په مهال، محمد نعیم وردک، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، په ټولنیزه شبکه ایکس کې په یوه پیغام کې پاکستان ته د ښکاره او قاطع غبرګون ګواښ کړی دی.
وردک په خپل پیغام کې لیکلي: «د پاکستان پوځي رژیم دې پوه سي چې د هر ډول تیری یا برید په بدل کې به ورته او سخت ځواب ترلاسه کړي.» هغه ټینګار کړی چې طالبان د اسلامآباد له لوري د هر احتمالي پوځي اقدام په وړاندې د دفاع بشپړه چمتووالی لري.
نوموړي همدارنګه د دواړو هېوادونو د جغرافیوي موقعیت او ګډو پولو ته په اشارې سره ویلي: «د افغانستان او پاکستان اوږده پوله او ګډ خصوصیات زموږ لاس د دښمن تر ستوني رسولی دی.» دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ د څلورو ورځو خبرې، چې د امنیتي همکارۍ د یوه چوکاټ د جوړېدو په موخه په استانبول کې ترسره سوې، بېپایلې پای ته رسېدلې دي.
پاکستان له دې خبرو وروسته طالبان تورن کړي چې له اصلي موضوعاتو څخه یې ډډه کړې او ټینګار یې کړی چې د خپلو وګړو د امنیت د ساتنې لپاره به لازم اقدامات وکړي. د طالبانو د چارواکو سختې څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لفظي کړکېچ د زیاتېدو او د پولو په سیمو کې د پوځي نښتو د احتمالي پراخېدو نښه بلل کېږي.







