پاکستان: ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې فعالې دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ته په اشارې ادعا کړې چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور او فعالیت تایید سوی او د طالبانو دا ادعا چې د افغانستان خاوره د پولې هاخوا غاړې بریدونو لپاره نه کارول کېږي، بې‌بنسټه ده.
پاکستان: ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې فعالې دي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور او فعالیت تاییدوي، او دا موضوع د طالبانو له هغې ادعا سره په ټکر کې ده چې ګواکې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد د بریدونو لپاره نه کارول کېږي.

طاهر حسین اندرابي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ویلي چې په افغانستان کې فعالې ترهګرې ډلې د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د باثباته اړیکو د ټینګېدو خنډ ګرځي او د سیمې د سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور د (ټي‌ټي‌پي)، داعش خراسان څانګې او القاعده په څېر ډلو فعالیت ته اشاره کړې ده.

اندرابي زیاته کړې چې د دغه راپور له مخې، ټي ټي پي د «سیمه‌ییز امنیت تر ټولو ستر ګواښ» په توګه معرفي سوې او د افغانستان له خاورې د دې ډلې فعالیتونه پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو ته جدي اندېښنې راولاړوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبان تل ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول سي؛ هغه ادعا چې پاکستان پرله‌پسې رد کړې او طالبان یې د افراطی ډلو په پناه ورکولو تورن کړي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x