د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې د افغان غیرقانوني کډوالو حضور پای ته رسېدلی او د هغوی د ایستلو برنامه په ټول پاکستان کې په یو شان تعقیبېږي. هغه خبرداری ورکړی چې هر څوک چې بېرته او په غیرقانوني ډول پاکستان ته داخل سي، نیول کیږي او جزا به ورکړل سي. نقوي ټینګار کړی چې افغانان د اوږدې مودې لپاره د پاکستان «میلمانه» وو، خو اوس باید افغانستان ته ستانه سي. هغه زیاته کړې چې هېڅ ایالت اجازه نه لري خپله امنیتي تګلاره ولري او ټول ولایتونه باید د فدرالي حکومت برنامه عملي کړي.
د «دنیشن» ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو ټول کمپونه غیرقانوني اعلان کړي، که څه هم په خیبر پښتونخوا ایالت کې ځینې کمپونه لا هم نه دي تړل سوي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر همدارنګه ادعا کړې چې د وروستیو ترهګریزو بریدونو ټول بریدکوونکي د افغانستان اتباع وو او اسلامآباد نور د داسې وضعیت زغم نه لري. هغه د طالبانو له حکومته غوښتي چې ترهګریزې ډلې کنټرول کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان حکومت «ښه پوهېږي چې د دې هیواد د امنیتي پېښو تر شا څوک ولاړ دي.» دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونو وړاندې خبرداری ورکړی وو چې شړل سوي مهاجر په ځانګړي ډول ښځې، پخواني امنیتي ځواکونه، د تېر حکومت کارکوونکي او خبریالان له ستنېدو وروسته په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د خپلسری نیولو، شکنجې او د بشري حقونو د جدي نقض له ګواښ سره مخ دي.



