د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د خپل هیواد هڅو ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت زموږ مهم ګاونډی او په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره یو مهم عامل دی.
د جمعې په ورځ، د اګست په ۸مه، په اسلام آباد کې په خپله اونیزه مطبوعاتي غونډه کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند پاکستان ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مسعود پزشکیان وروستي سفر ته په اشارې سره وویل چې د دې سفر په جریان کې، ایران او پاکستان د سیمه ایزو او نړیوالو مسلو په اړه مفصل نظرونه تبادله کړل.