پاکستان او ازبیکستان د سیمې د ثبات لپاره د افغانستان پر بنسټیز رول ټینګار وکړ

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د اسلام‌آباد په لیدنه کې وویل چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د سولې، ثبات او دوامدارې سوکالۍ لپاره یو اساسي عامل دی.
پاکستان او ازبیکستان د سیمې د ثبات لپاره د افغانستان پر بنسټیز رول ټینګار وکړ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د اسلام‌آباد په لیدنه کې وویل چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د سولې، ثبات او دوامدارې سوکالۍ لپاره یو اساسي عامل دي.

د پاکستان او ازبیکستان مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې څرګنده کړه چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ازبیکستان–افغانستان–پاکستان د اوسپنې پټلۍ د پروژې د بریالي پلي کېدو لپاره بنسټیز ارزښت لري.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په دې لیدنه کې وویل: «موږ به د سیمې د نښلونې د پیاوړتیا لپاره له یو بل سره نږدې همکاري وکړو، ځکه چې د ازبیکستان–افغانستان–پاکستان د اوسپنې پټلۍ پروژه به د ټولې سیمې لپاره بنسټیز بدلون رامنځته کړي.»

دا پروژه، چې د سیمې د نښلونې له مهمو طرحو څخه ګڼل کېږي، د افغانستان رول د مرکزي آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ د ترانزیټي لارې په توګه څرګندوي، او د دې پروژې بریالیتوب د افغانستان له امنیتي وضعیت او سیاسي ثبات سره تړلی دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x