پاکستاني چارواکي د طالبانو سره د خبرو د بیا پيل لپاره د تيارۍ خبر ورکوي

که څه هم د دواړو لورو وروستیو لفظي نښتو او ګواښونو د پوځي تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښنې زیاتې کړې دي، خو پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې اسلام‌آباد د طالبانو سره د خبرو د دوام لپاره په ترکیه کې چمتووالی لري.
پاکستاني چارواکي د طالبانو سره د خبرو د بیا پيل لپاره د تيارۍ خبر ورکوي

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، پاکستاني دیپلوماتیکو سرچینو ویلي چې د طالبانو سره د خبرو د بیا پیل لپاره چمتو دي. د پاکستاني تلویزیون سما د راپور پر بنسټ، د پنجشنبې په ورځ، د عقرب اتمه، د اسلام‌آباد مذاکراتي پلاوي د ترکیې او قطر د غوښتنې په ځواب کې د خبرو د دوام لپاره مثبت ځواب ورکړې دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان څلور ورځنۍ خبرې اترې په استانبول کې بې‌نتیجې پای ته ورسېدې، او دواړو لورو یو بل د نه‌همکارۍ او بې‌میلۍ په تور تورن کړل او د مذاکراتو میز یې پرېښود.

مخکې راپورونه ورکړل سوي وو چې د پاکستان پلاوی چمتو وو بېرته هېواد ته ستون سي، خو اوس ښکاري چې د قطر او ترکیې دیپلوماتیکو هڅو د خبرو د دوام احتمال بېرته راژوندی کړی دی.

سره له دې پرمختګونو، د دواړو لورو ترمنځ ترینګلتیا لا هم دوام لري. خواجه محمد آصف، د پاکستان د دفاع وزیر، پرون طالبان د “مکمل له منځه وړلو” په ګواښ سره وویل چې که طالبان بریدونو ته دوام ورکړي، “بېرته به خپلو غارونو ته ستانه سي.” په ځواب کې، محمد نبي عمري، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال، ویلي چې ځینې کړۍ غواړي جګړه پر طالبانو وتپي، خو دوی د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.

سیاسي شنونکي بیا باور لري چې د دواړو لورو ترمنځ اختلافات په آسانۍ نه‌حل کېږي. ویس ناصري، د سیاسي چارو کارپوه، ویلي: “احتمال سته چې یو شمېر نور هېوادونه هم د دواړو لورو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.”

د ده په وینا، هغه مسایل لکه د فرضي ډیورند کرښه او د پاکستانی طالبانو غورځنګ موضوع، د طالبانو له واک او صلاحیت څخه پورته دي. د خبرو د لومړي پړاو له ناکامۍ او د ګواښونو د زیاتېدو وروسته، اندېښنې ډېرې سوي چې ښايي د دواړو لورو ترمنځ پوځي تاوتریخوالی لا زیات سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه