پاکستاني علما: په افغانستان کې د انجونو د زده‌کړې مخنیوی هېڅ ديني توجیه نه لري

یو شمېر مخکښ پاکستانی علماو د جمعیت علمای اسلام په غونډه کې، چې د مولانا فضل‌الرحمان په مشرتابه جوړه سوې وه، د طالبانو پر حکومت د افغانستان د انجونو د زده‌کړې د بندېدو له امله نیوکه وکړه او د مکاتبو او پوهنتونونو د سمدستي پرانیستلو غوښتنه یې وکړه.
پاکستاني علما: په افغانستان کې د انجونو د زده‌کړې مخنیوی هېڅ ديني توجیه نه لري

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، یو شمېر مخکښ پاکستانی علماو د جمعیت علمای اسلام په غونډه کې، چې د مولانا فضل‌الرحمان په مشرتابه جوړه سوې وه، د طالبانو پر حکومت د افغانستان د انجونو د زده‌کړې د بندېدو له امله سخته نیوکه وکړه.
ددې غونډه په بیانیه کې چې د دوشنبه ورځ د جدی په ۲یمه نشر سوې ویل سوي چې د انجونو د زده‌کړو مخنیوی هېڅ ديني توجیه نه لري او طالبان باید ژر تر ژره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د انجونو پر مخ پرانیزي.

پاکستاني علماو ټینګار وکړ چې زده‌کړه د نارینه او ښځو دواړو لپاره یوه ديني فریضه ده، او د زده‌کړې د بندېدو دوام نه یوازې د افغانستان د راتلونکې او نوې نسل لپاره زیانمن دی، بلکې د هیواد نړیوال حیثیت هم سخت اغېزمن کوي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې سوي چې سیمه‌ایز او نړیوال فشارونه پر طالبانو دوام لري ترڅو مکاتب او پوهنتونونه د انجونو پر مخ پرانیزي، خو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه هېڅ عملي اقدام نه دی کړی.

پاکستاني علماو په پای کې خبرداری ورکړ چې د داسې سیاستونو دوام د اسلامي اصولو خلاف دی او کولای سي د افغانستان نړیواله انزوا نوره هم زیاته کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x