لږ تر لږه ۱۵ سیاستوالو، د بشري حقونو فعالانو او د پاکستان د بېلابېلو ګوندونو غړو د دغه هېواد سترې محکمې ته یوه غوښتنه استولې او له اسنادو پرته یې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د حکومت د پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده. د ډاون ورځپاڼې د راپور له مخې، دوی دغه غوښتنه د چهارشنبې په ورځ د عقرب په ۱۰مه د پاکستان سترې محکمې ته وړاندې کړه. عریضه کوونکو ویلي دي چې د پاکستان د حکومت دغه پریکړه د دغه هیواد د ۴۵ کلنې پالیسۍ خلاف او د موقت حکومت له واک څخه بهر ده. دوی په دې اعلامیه کې ویلي چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د حکومت پرېکړه د څه باندې ۴.۴ میلیونو افغانانو چې دا مهال په پاکستان کې دي د اساسي قانون له حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونه کړې ده.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6722
۱ کال پیش
شماره خبر 6722
منتشر شده در ۱۶:۱۰ - عقرب ۱۱, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email